طالبانو او ازبکستان د (کابل-تاشکند) پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=659
۳ کلونه پیش
شماره خبر 659
منتشر شده در 4:21 ب.ظ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت مشر امیرخان متقي او د ازبکستان د چارو د ادارې مشر سردار عمرزاکوف په تاشکند کې سره لیدلي دي
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په يوه بیانیه کې چې نن سې شنبه د اسد په ۸مه خپره شوه، راغلي چې دواړو لورو پر دوه اړخیزو همکاریو (کابل-تاشکند) ټینګار وکړ او له همدې اونۍ څخه یې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پټلۍ د پیل اعلان وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن (د اسد په ۸ مه) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان د ازبکستان د جمهور رئیس د دفتر له رئیس سردار عمر زاکوف سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي دوستانه اړیکې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ زیاتوالی او په سیاسي ډګر کې متقابل ملاتړ د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه نښه وبلله.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، ترانزیت، د کرنې په برخه کې د همکاریو او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ریل پټلۍ د غځولو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د کارپوهانو له خوا د اورګاډي د نقشې د سروې پیلولو ته چمتووالی ښودلی دی.
ازبکستاني لوري ویلي چې د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اورګاډي د نقشې د سروې کار به روانه اونۍ پیل شي.
ښاغلي عمر زاکوف په دې غونډه کې وویل، چې دوی د افغانستان د کرنې په وده کې مرسته کړي دي او د کرنیزو ناروغیو د درملنې لپاره به روغتونونه جوړ کړي.
هغه د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو او خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې دوستانه او ژورې وبللې.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تیره اونۍ ازبکستان ته د افغانستان په اړه په دوو نړیوالو غونډو کې د ګډون په موخه تللی و.
په دې کتنه کې چې تاشکند ته د طالبانو د پلاوي د سفر په شپږمه ورځ ترسره شوه، د ترانزیت او کرنې پر مسایلو هم خبرې وشوې.
د طالبانو پلاوی شپږ ورځې مخکې د تاشکند په ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی او تر اوسه کابل ته نه دی راستون شوی.
  په مشهد ښار کې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډ سوداګریز نندارتون
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
memartv
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه، سه شنبه، د سرطان لومړۍ نېټه
۵ ورځې پیش
تحولات-سیاسی-720x424-1
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه (یکشنبه، د سرطان ۸مه)
۱ اونۍ پیش
asaar-768x432.jpg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (یک شنبه د ۱۴۰۴ کال د سرطان 8 )
۱ اونۍ پیش
45687890
په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د تودوخې د شدت د زیاتوالي خبرداری
۲ اونۍ پیش

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

طالبان: د ګوند تر نامه لاندې هر ډول سیاسي فعالیت سره به قانوني چلند وشي
۸ ساعتونه پیش
د صهیونیسټانو د یرغل په ځواب کې د یمن توغندیز بریدونه
۹ ساعتونه پیش
پاسخ موشکی و پهپادی یمن به اهداف استراتژیک در سرزمین های اشغالی
چین د بریکس څخه غوښتنه کوي چې د نړیوال سیسټم په بدلون کې مخکښ رول ولوبوي
۹ ساعتونه پیش
چین خواستار نقش پیشگام بریکس در تحول نظام جهانی شد
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (دوشنبه شنبه د ۱۴۰۴ کال د سرطان 16 )
۱۰ ساعتونه پیش
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه، دوشنبه، د سرطان ۱۶مه
۱۱ ساعتونه پیش
حسیني عاشورا، د حق او باطل ترمنځ د جلاوالي ابدي ټکی
۱ ورځ پیش
د محرم ماتم، د الهي مراسمو او مذهبي اړیکو د درناوي یوه روښانه بیلګه
۲ ورځې پیش
طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او IOM مشرانو سره ګوري ترڅو د کډوالو راستنیدونکو ننګونو ته رسیدګي وکړي
۴ ورځې پیش

گزارش و مصاحبه

جمعه‌خان پویا: تصمیم دیوان عالی آمریکا تهدیدی جدی برای امنیت پناهجویان افغان است
جمعه خان پویا، فعال حقوق بشر افغان، در گفت‌وگویی اختصاصی با تلویزیون معمار در برنامه فانوس، تصمیم اخیر دولت آمریکا مبنی بر اخراج پناهجویان افغان را به‌شدت محکوم کرده و آن را نقض تعهدات اخلاقی و امنیتی این کشور دانست.
۱ میاشت پیش
5:14 ب.ظ
صحرا کریمی: تغییر نام «افغان‌فلم»؛ آغاز پاکسازی فرهنگی توسط طالبان
در مصاحبه‌ای با برنامه «فانوس»، صحرا کریمی، رئیس پیشین «افغان‌فلم»، اعلام کرد که طالبان با تغییر نام این نهاد به «مدیریت سمعی و بصری»، درصدد حذف هویت فرهنگی و تاریخی افغانستان هستند. وی این اقدام را بخشی از پروژه‌ای برای تحریف حافظه جمعی و کنترل روایت‌های تصویری کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:41 ب.ظ
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
«مداخلات خارجی و حمایت از گروه‌های شبه‌نظامی در افغانستان در ایجاد وضعیت کنونی نقش کلیدی داشته‌ و رهبران سیاسی افغانستان نیز که با نگاهی به بیرون، بر عمق و پیچیدگی این بحران افزودند، از این مسئولیت مبرا نیستند...»
۲ میاشتی پیش
1:14 ب.ظ
یونس قانونی: غیبت طالبان در نشست بن از کاستی‌های بزرگ آن بود
یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه شتون د هغې له لویو نیمګړتیاوو څخه وه
۳ میاشتی پیش
1:55 ب.ظ
پاکستان: امکان لغو توافقات با طالبان وجود دارد
پاکستان: له طالبانو سره د تړونونو د لغوه کولو امکان شته
۳ میاشتی پیش
4:36 ب.ظ
درگیری در مرز پاکستان و افغانستان؛ هشت جنگجوی تحریک طالبان کشته شدند
د پاکستان او افغانستان په پوله کې شخړه؛ د تحریک طالبان اته جنګیالي ووژل شول
۳ میاشتی پیش
3:03 ب.ظ