د معمار پرس د خبر له مخې؛ په تهران کې په لسګونو افغان کډوالو د جرمني د سفارت مخې ته د خپلو پناه غوښتونو د څیړلو د بهیر د سستیدو په اعتراض کې مظاهره وکړه. لاریون کوونکو ویلي چې د مرکو لپاره د انتظار موده اوږده ده او دا د دې لامل شوی چې دوی له خپلو کورنیو جلا شي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تېر کال اعلان کړی و، چې هره میاشت زر افغان کډوال جرمني ته لېږدوي، خو تر اوسه دغه پروګرام په تدریجي ډول عملي شوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6575
۱ کال پیش
شماره خبر 6575
منتشر شده در ۱۴:۴۶ - عقرب ۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email