د معمار پرس د خبر له مخې؛ په تهران کې د افغانستان سفارت د ساینس وزارت له مرستیال او د ایران د محصلینو د چارو د ادارې له مشر سره د افغان محصلینو د زده کړو د اسانتیاوو په خاطر تفاهم وکړ. د دې تفاهم لیکونو پر بنسټ افغان محصلین کولای شي چی د ایران په پوهنتونونو کې شامل شي او د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره د وخت له محدودیت پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. همدارنګه محصلین کولای شي د خپل هویت اسناد (پاسپورټ، هویت کارت او د سرشمیرنې فورمې) په وړاندې کولو سره په پوهنتونونو کې نوم لیکنه وکړي. هغه زده کوونکي چې تر اوسه پاسپورټ نه لري او یا یې پاسپورتونه نه دي تایید شوي باید د ګرځنده ثبتولو ټیم ته انتظار وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6556
۱ کال پیش
شماره خبر 6556
منتشر شده در ۱۳:۱۶ - عقرب ۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email