د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د لوګر له والي ضیاءالرحمن مدني سره په کتنه کې د قوشتپې کانال پروژې د بشپړېدو لپاره د خلکو او ګاونډیو هېوادونو د مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ. ستانکزي وویل، د خلکو له ملاتړ پرته هېڅ حکومت نه شي ژوندی پاتې کېدای او د طالبانو حکومت د افغانانو د ارادې او غوښتنو پر بنسټ موجود دی. هغه دا هم وویل چې د افغانستان د اوبو د کنټرول مسله خورا مهمه ده او د افغانانو حقونه باید خوندي شي. هغه دا هم وويل چې ګاونډي هېوادونه بايد په دې برخه کې کومه ځانګړې اندېښنه ونه لري. تر دې مخکې د ازبکستان لوړ پوړو چارواکو په وار وار د قوشتپې کانال د جوړېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وو.

- 45
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6532
- کې خپور شو 2:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 6532
- October 22, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6532
- کې خپور شو 2:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 6532
- October 22, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:41 - October 22, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



