لینک کوتاه: https://memar.press/?p=637
۳ کلونه پیش
شماره خبر 637
منتشر شده در 3:40 ب.ظ

دطالبان د یو کلنۍ واکمنۍ د پوره کېدو په درشل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وايي، سبا «چهارشنبې» به په تېرو لسو میاشتو کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړي.

د یوناما د اعلامیې پر بنسټ، په دغه راپور کې افغانستان ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته د بشري حقونو وضعیت څېړل شوی دی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي دي:«په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو راپور چې، د ۲۰۲۱ د اګسته له پنځلسمې د ۲۰۲۲ د جون تر پنځلسمې پورې پېښې رانغاړي، د جولای په شلمه د چهارشنبې په ورځ خپرېږي.»

ورته مهال د بشري حقونو مدافعینې هیله منې دي چې، دغه خپرېدونکی راپور به د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو، له ولسي وګړو سره ناسم چلن، جبري کډوالي، فقر او نور بشري مسایل انعکاس کړي.

د ښځو د حقونو فعالې مریم معروف اروین وویل:«په نږدې یوه وروستي کال کې د افغانستان ښځې د بشري حقونو له خراب وضعیت سره مخامخ دي او د دوی تر ټولو لومړني حقوق له هغوی اخیستل شوي او تراوسه په دې هکله هېڅ پاملرنه نه ده شوې.»

بلخوا په تېرو یولسو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو د یوناما پر چوپتیا سختې نیوکې شوې دي.

د پوهنتون استاد جاوېد سنګدل وايي:«که چېرې دا څېړنې بې پایلې پاتې شي؛ د افغانستان په وضعیت کې به هېڅ بدلون رامنځته نه شي او وضعیت به لا خراب کړي.»

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلل او یوناما یوازنۍ دفتر و چې، په کابل کې یې حضور درلود او خپلو کارونو ته یې دوام ورکاوه؛ خو اوس ولیدل شي چې، په دغه راپور کې د بشري حقونو په تړاو څه ویل شوي دي.

  افغانستان یو ځل بیا د بیان د ازادۍ د شاخص په پاي کې ځای پیدا کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

کریستیانو رونالدو ارزشمندترین ورزشکار جهان
کریسټیانو رونالډو د نړۍ تر ټولو قیمتي لوبغاړی دی
۲۲ minutes پیش
مذاکرات میان ایران و آمریکا در عمان
په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
۵۵ minutes پیش
خطر اخراج 14 هزار پناهجوی افغان از آمریکا
له امریکا څخه د ۱۴۰۰۰ افغان کډوالو د ایستلو خطر
۲ ساعتونه پیش
memarpress
لغو بورسیه‌های دانشجویان دختران افغانستانی
۲ ورځې پیش

آخرین اخبار مهم

کریسټیانو رونالډو د نړۍ تر ټولو قیمتي لوبغاړی دی
۲۲ minutes پیش
کریستیانو رونالدو ارزشمندترین ورزشکار جهان
په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
۵۵ minutes پیش
مذاکرات میان ایران و آمریکا در عمان
له امریکا څخه د ۱۴۰۰۰ افغان کډوالو د ایستلو خطر
۲ ساعتونه پیش
خطر اخراج 14 هزار پناهجوی افغان از آمریکا
د افغان ښځینه محصلینو لپاره د بورسونو لغوه کول
۲ ورځې پیش
لغو بورسیه‌های دانشجویان دختران افغانستانی
د امریکا د ولسي جرګې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه
۲ ورځې پیش
مجلس نمایندگان آمریکا در پی قطع کمک‌های مالی به افغانستان
طالبانو په بدخشان او جوزجان کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او ویډیوګانو خپرول منع کړل
۲ ورځې پیش
طالبان نشر تصاویر و ویدیوهای زنده‌جان را در بدخشان و جوزجان ممنوع کردند
په کابل کې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه اقتصادي غونډه
۲ ورځې پیش
نشست مشترک اقتصادی افغانستان و ایران در کابل
ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي
۲ ورځې پیش
تاکید سازمان ملل بر نیاز فوری افغانستان به کمک‌های بشردوستانه

گزارش و مصاحبه

درگیری در مرز پاکستان و افغانستان؛ هشت جنگجوی تحریک طالبان کشته شدند
د پاکستان او افغانستان په پوله کې شخړه؛ د تحریک طالبان اته جنګیالي ووژل شول
۵ ورځې پیش
3:03 ب.ظ
فصیحی غزنوی
روز جهانی قدس و اهمیت مسئله فلسطین؛ فصیحی غزنوی: قدس نماد وحدت امت اسلامی است
«تاریخ نشان داده که هیچ اشغالگری نمی‌تواند برای همیشه دوام بیاورد و اراده ملت‌ها قادر است معادلات سیاسی را دگرگون کند. تحولات اخیر در منطقه و جهان، کاهش قدرت رژیم صهیونیستی و افزایش پشتیبانی از فلسطین، چشم‌اندازی امیدوارکننده‌تر برای آینده قدس رقم زده است.»
۲ اونۍ پیش
5:45 ب.ظ
نخست‌وزیر جدید کانادا: هرگز بخشی از امریکا نخواهیم شد
د کاناډا نوی صدراعظم: موږ به هیڅکله د امریکا برخه نه شو
۱ میاشت پیش
1:35 ب.ظ
مصاحبه با مجیب الرحمان شمال - دموکراسی در افغانستان
مصاحبه با نجیب الرحمان شمال – دموکراسی در افغانستان
۱ میاشت پیش
5:25 ب.ظ
نگرانی های جامعه جهانی و لزوم حمایت بین المللی از حقوق زنان
مصاحبه – نگرانی های جامعه جهانی و لزوم حمایت بین المللی از حقوق زنان
۱ میاشت پیش
5:23 ب.ظ
آیا-حکومت-طالبان-واقعاً-متعلق-به-همه-مردم-افغانستان-است
آیا حکومت طالبان واقعاً متعلق به همه مردم افغانستان است؟
طالبان تنوع فرهنگی، مذهبی و زبانی را تهدیدی برای بقای خود می‌دانند . آیا حکومت طالبان واقعاً متعلق به همه مردم افغانستان است؟
۱ میاشت پیش
4:36 ب.ظ
خبرگزاری معمار We would like to show you notifications for the latest news and updates.
Dismiss
Allow Notifications