د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ په انقره کې د اتریش له صدراعظم کارل نهمیر سره د کتنې پر مهال په غزه کې د اسراییلو له بشري حقونو څخه په سرغړونو انتقاد وکړ. اردوغان وویل چې اسراییل د غزې د اوبو او برېښنا په پرې کولو سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. هغه دا هم وویل چې اسراییل په غزه کې د کلینیکونو او عبادت ځایونو په نښه کولو سره جنګي جنایت کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6366
۱ کال پیش
شماره خبر 6366
منتشر شده در ۱۱:۵۳ - میزان ۱۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email