د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د فوټسال جام په مقدماتي پړاو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان د فوټسال ملي لوبډلې ته ۳-۲ ماتې ورکړه. دغه غونډه د یکشنبې په ورځ د میزان په ۱۶مه د سعودي عربستان په دمام ښار کې جوړه شوه. د افغانستان ملي لوبډله په لومړۍ نیمايي کې د ۲ پر ۱ په پایلې سره له خپل سیال څخه مخکې وه. په دویمه نیمايي کې سعودي عربستان یو ګول وواهه چې لوبه مساوي کړه. خو په وروستیو دقیقو کې افغانستان یو بل ګول وکړ او میدان یې وګاټه
د افغانستان فوټسال سعودي عربستان ته په ماتې ورکولو سره د اسيايي جام د غوراوي پړاو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6321
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 6321
منتشر شده در ۱۱:۱۹ - میزان ۱۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email