د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شنبې په ورځ د میزان په ۱۵مه د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د نسیم راډیو دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي او د نسیم راډیو مدیر سلطان علي جوادي ونیول. سیمه ییزو سرچینو ویلي، دغه دوه خبریالان د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې نیول شوي او په دایکندي کې د طالبانو د استخباراتو مرکز ته لېږدول شوي دي. د دایکندي سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6297
۱ کال پیش
شماره خبر 6297
منتشر شده در ۱۱:۱۹ - میزان ۱۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email