د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قزوین ولایت د پولیسو قوماندان علي ابراهیمي د جمعې په ماښام په اقبالیه ښار کښې د بهرنی اتباعو په استوګنځي باندې د یوشمیر سرګروپانو د حملې په اړه په ټولنیزو شبکو کښې خپاره شوي کلیپ ته په اشارې سره په دې لړ کښې د ۱۹ تورنو کسانو د نیولو اعلان وکړ. په دې اړه ښاغلي ابراهیمي وویل: د عامه ساتنې پولیسو د قزوین ولسوالۍ له پولیسو سره په ګډه د کشفي او تخنیکي اقداماتو په ترسره کولو سره په دې برخه کې د ۱۹ تنو تورنو کسانو په پېژندلو او نیولو بریالي شول. هغه زياته کړه: نيول شوي کسان له دوسيې له څيړنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6291
۲ کلونه پیش
شماره خبر 6291
منتشر شده در 4:55 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط