د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو د کمیسیون مشر محمد صالح جوکر د استوګنې ملي سازمان د جوړیدو په اړه وویل: دا پروجکت د نړۍ له اوسنیو شرایطو سره سم د پانګوالو، اشرافو او یا د کارګر مهاجرینو له ظرفیت څخه د استفادې هڅه کوي. دا پلان چې په ایران کې د بهرنیو اتباعو د تنظیمولو په هدف چمتو شوی، په دوو پړاونو کې د ایران په ولسي جرګې کې عموميات او جزئیات وڅیړل شول. په ۱۴۰۱ کال کې د ایران د ولسي جرګې غړو په ایران کې د بهرنیو اتباعو د وضعیت د تنظیم پر اړتیا ټینګار وکړ. دا پلان اوس د ولسي جرګې د اونیزې اجنډا په سر کې ده او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې بیا وڅیړل شي او تصویب شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6251
۱ کال پیش
شماره خبر 6251
منتشر شده در ۱۱:۱۵ - میزان ۱۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email