د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د چهارشنبې په ورځ د میزان په ۵ مه وویل چې غیر رسمي شمېرې ښيي چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. د ايران د کورنيو چارو وزير د ايران د اسلامي جمهوريت د حکومت د غونډې په څنډه کښې خبريالانو ته وويل دغه شمېره غير رسمي ده او رسمي شمېره يې ټيټه ده. وحیدي په خپلو خبرو کې وویل چې غیر واقعي احصایې چې سمه سرچینه نه لري د مهاجرینو او پناه غوښتونکو په وړاندې “کرکه” رامنځته کړې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6155
۱ کال پیش
شماره خبر 6155
منتشر شده در ۱۸:۲۷ - میزان ۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email