د معمار پرس د خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم یکشنبه (د میزان ۲مه) مزارشریف ښار ته د یوه سفر په ترڅ کې د بلخ پوهنتون له محصلینو او استادانو په مینځ کي وویل چی د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړول د لوړو زده کړو وزارت لومړیتوب دی. هغه زياته کړه، د دې کار لپاره ٤٠٠ ميليونه افغانۍ بوديجه په پام کې نيول شوې، چې د هېواد په دننه او بهر کې به د پوهنتونونو استادانو ته د تحصيلي بورسونو او د روزنيزو کورسونو په جوړولو ولګول شي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همداراز د پوهنتونونو لپاره د ۲۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د لابراتوار تجهیزاتو د پېرلو پلان هم اعلان کړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6113
۱ کال پیش
شماره خبر 6113
منتشر شده در ۱۱:۵۱ - میزان ۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email