د یوه ټول شموله یا ګډ حکومت جوړول یو له هغو مهمو مسلو څخه دی چې د طالبانو په څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې تل په کورنیو او بهرنیو سیاسي غونډو کې پرې ټینګار شوی دی. له بلې خوا طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د افغانستان اوسنی حکومت ټول شموله دی او په جوړښت کې یې د نورو قومونو استازي هم شامل کړي دي. په همدې حال کې د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی او د سیاسی مسایلو په اړه پوه ډاکټر سید عبدالقیوم سجادی معمار پرس ته وویل: هر هغه حکومت او سیاسی نظام چې ولسی او ملی ملاتړ ونه لری، دوام نشی کولای. له بده مرغه نن ورځ په دریمه نړۍ کې زیاتره دولتونه د خپل منځي او داخلي ملاتړ نه برخمن دي، نو د خپلې بقا لپاره په نړیوالو او بهرنیو مرستو اتکا کوي. او البته پردیو هیوادونو ته دا انحصار د دریمې نړۍ دولتونه او ملتونه او اسلامي هیوادونه د پردیو هیوادونو د ګټو قرباني کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6110
۱ کال پیش
شماره خبر 6110
منتشر شده در ۱۵:۵۷ - میزان ۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email