د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په دې غونډه کې چې د سنبلې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې ماښام جوړه شوې وه، ابراهیم رئیسي او امام علي رحمان خبرې وکړې او په افغانستان کې د ترهګرو د شتون او فعالیتونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په موخه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې ناستې پر جوړېدو ټینګار وکړ. رئیسي او رحمان دا هم ویلي چې د سیمې د هېوادونو په مسایلو کې د بهرنیانو نه لاسوهنه «د دوامدار امنیت د رامنځته کولو لپاره اړینه ده».

بیشتر بخوانید:  په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له اتو زرو واوښت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x