د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې ویجاړونکې دي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې ویجاړونکې دي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه ویجاړونکي وبلل او له دغې ډلې یې د حساب ورکولو غوښتنه وکړه. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانی جولي ویلي، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې د نجونو ژیر ودونو ته لمن وهي، د بې شمېره نجونو راتلونکی له منځه وړي او ښځې له اقتصادي فعالیتونو بې برخې کوي، چې دغه کار په دغه هېواد کې وضعیت لا پسې خرابوي. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او هغه څه وڅاري چې په دغه هېواد کې روان دي.

بیشتر بخوانید:  په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x