د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څیرمه کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره وکتل. د یوناما په وینا، دا غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اونۍ د غونډې لپاره د “پراخو مشورو” یوه برخه ده. یوناما په یوه بیانیه کې ویلي، “یوناما رغنده ښکیلتیا ته ژمن دی او ډاډ ترلاسه کوي چې د ټولو افغانانو غږ اوریدل کیږي.” یوناما د غونډې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې ناستې خبر نه دی خپور کړی.

- 34
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6056
- کې خپور شو 12:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 6056
- September 19, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6056
- کې خپور شو 12:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 6056
- September 19, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:41 - September 19, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



