د معمار پرس د خبر له مخې؛ په استانبول کې د پخوانیو افغان چارواکو د ناستې له لغوه کېدو سره سم، په کابل کې د ترکیې سفیر په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د مرستې په موخه د یوې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني نن سه شنبه د سنبلې په ۲۱ مه په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګیناي سره وکتل.
په دې کتنه کې حقاني د طالبانو او ترکيې ترمنځ د اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه. ارګیناي همداراز له افغانستان سره د ترکیې د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.