د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې به پر څلورو مهمو مسلو لکه پر قران کریم باندې بریدونه، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه، د کډوالو مسله او د خوراکي توکو خوندیتوب تمرکز وشي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک په خپله پرانیستونکې وینا کې د دغو څلورو مسایلو پر اهمیت ټینګار وکړ.