د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن غړی ابراهیم رضایی وویل زمونږ د بهرنی سیاست لومړیتوب له ګاونډیانو سره د اړیکو ټینګول دی.
د ایران استازي زیاته کړه چې موږ له طالبانو سره ډېر کار لرو او د اړیکو نشتوالی ستونزې لا زیاتوي.
هغه زیاته کړه چې له طالبانو څخه زموږ اصلي غوښتنه د ټولو توکمونو او مذهبونو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت جوړول، د امنیت برابرول، د کډوالو راستنیدل، د شیعه ګانو امنیت او ازادي او د هغوی له ظرفیتونو څخه کار اخیستل د افغانستان په اداره کي دي چې البته موخې ته له رسېدو ليرې نه ده.”
رضايي وويل، چې افغانستان د خپلو توکو د صادرولو او د خپلو اړتياوو د زياتو وارداتو لوړ اقتصادي ظرفيت لري. په تیرو وختونو کې، دا ظرفیت له ۳ ملیارد ډالرو څخه ډیر و، او اوس دا د ۲ ملیارد ډالرو څخه کم شوی، او البته، د تبادلې د دې مقدار د زیاتوالي احتمال شتون لري.