د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي تحريک مشر عبدالرشيد دوستم ويلي چې هغه او د طالبانو نور مخالف سياسي مشران به د دې ډلې په دوکه کې نه وي چې افغانستان ته ولاړ شي او تر څارنې لاندې ونيول شي.
نوموړي د شنبې په ورځ (۱۸ سنبله) د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۲ تلین په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دی او د محمد محقق او کریم خلیلي په ګډون نور سیاسي مشران هم طالبانو ته ورته پیغام لري.
محقق وویل چې د افغانستان ستونزه باید په اساسي ډول حل شي او په ساده وړاندیزونو سره نه شي راتلای.