د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په راتلونکي ژمي کې د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې د مرستو د چمتو کولو او رسولو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا ده. د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې شاوخوا درې میلیونه کسان ژوند کوي. هغه زیاته کړه، چې د ژمي له رارسېدو او د ترانسپورتي لارو له بندېدو مخکې باید د افغانستان د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لپاره تدابیر ونیول شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5890
۱ کال پیش
شماره خبر 5890
منتشر شده در ۱۵:۵۱ - سنبله ۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email