په کابل کې د ایران د پارلمان له پلاوي سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لیدنه او خبرې

په کابل کې د ایران د پارلمان له پلاوي سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لیدنه او خبرې

د ایران د اسلامي شورا اووه کسیز پلاوي کابل ته په سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل. د ایران د ولسی جرګې دغه اوه کسیز پلاوی چې مشری یې جاوید کریمی قدوسی کوله، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره وکتل او د دواړو لورو د علاقې وړ موضوعاتو په شمول یې د امنیت، له نشه یی توکو سره د مبارزې، د قاچاق د مخنیوی، د سرحدونو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه بحث او خبرې وکړې. متقي په دې غونډه کې وويل چې د طالبانو په راتګ سره په هېواد کې امنيت تامين شوى دى او د افغانستان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د داعش ترهګرې ډلې له منځه یوسي، چې دا نه یوازې د افغانستان په ګټه ده، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه هم ده.

بیشتر بخوانید:  د پکتيا ترانسپورټ رياست نږدې ۱۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x