سرپرست حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز ولګاوه

سرپرست حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز ولګاوه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د سرپرست حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شري د چهارشنبې په ورځ د اسد په ۲۵مه خلکو ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې وکړه او هغه په ​​هیواد کې د سیاسي جریانونو فعالیت “غیر شرعي” وباله. هغه زياته کړه: “د سياسي ګوندونو فعاليت په مطلق ډول منع دى، ځکه چې شرعي بڼه نه لري، د خلک ګټې نه خوندي کېږي او خلک يې نه غواړي.” د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو لسيزو کې تر سلو ډېر ګوندونه او سياسي حرکتونه له عدليې وزارت سره ثبت شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان د لومړي وزیر د ادعا په اړه د طالبانو غبرګون؛ "افغانستان هیچا ته ګواښ نه دی"
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x