معمار پرس د خبر له مخې؛ د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په یوه بیانیه کې ویلي چی طالبانو په تیرو دوو کلونو کې د خبریالانو سانسور، ځوړول او په غیر قانوني توګه نیولو ته دوام ورکړی دی او د رسنیو د جبر په شدت سره یې باوري معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی او افغانستان یې لا انزوا کړی دی. د دغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې د افغانستان د رسنیو له لارې مرستندویه بنسټونه هم کره معلوماتو ته اړتیا لري او د رسنیو فشار او سانسور د دغو موسسو د ژغورنې چارې اغیزمنې کوي. که څه هم طالبانو دا راپور رد کړی، خو په افغانستان کې د خبریالانو نیول دوام لري.

- 25
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5766
- کې خپور شو 4:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 5766
- August 15, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5766
- کې خپور شو 4:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 5766
- August 15, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:35 - August 15, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



