د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د مهاجرینو چارو وزارت اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۲مه) له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان مهاجرین افغانستان ته راستانه شوي دي. د اسلام قلعه ولايت د آمر په وينا، د يادو شويو کسانو له جملې څخه ٩٣٩ تنه يې د نغدي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو سازمان ته ورپېژندل شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د افغانانو د مهاجرت د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دغه راپور له مخې، په دغو دوو کلونو کې ۳،۶ میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي، چې ۷۰ سلنه یې ایران ته تللي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5760
۱ کال پیش
شماره خبر 5760
منتشر شده در 4:59 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email