د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کشالې پر حل د احمد مسعود ټینګار

د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کشالې پر حل د احمد مسعود ټینګار

نوموړي له «بي‌بي‌سي» سره په مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې کله “طالبان” په‌دې باور نه وي، د دوی پر وړاندې له ودرېدو پرته بله چاره نه‌لري.

د هغه په باور د افغانستان د سیاسي مسایلو په حل کېدو سره به اوسنی حاکمیت مشروعیت تر لاسه کړي، ګنې له دې پرته به په افغانستان کې ستونزې لاپسې ډېرې شي.

د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود وايي: «موږ د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې له ټولو لوېدیځو او ختیځو هیوادونو سره شریکې کړې دي. د افغانستان وضعیت جدي غور ته اړتیا لري؛ جدي پاملرنې ته اړتیا لري؛ افغانستان باید سیاسي ثبات ومومي او ژر تر ژره سیاسي حل لاره ومومي. که دا طالب وي او که نورې ډلې؛ اړينه ده چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د يوه مشروع نظام سياسي حل لاره د سيمې او نړۍ په ښې همکارۍ سره حل شي، که نه نو د افغانستان ستونزه او د افغانستان ستونزه يو ځل بيا پر سيمه او نړۍ اغېز کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د احمد مسعود په مشرۍ وسله‌وال په ځینو غرونو کې شپې او ورځې تېروي او سرپرست حکومت هم دوی د هېواد امنیت ته ګواښ نه ګڼي.

بیشتر بخوانید:  د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه او خبرې اترې

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «بهرنیانو د احمدشاه مسعود د مبارزې ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې د احمد مسعود د مبارزې ملاتړ ته هېڅوک نه‌دي حاضر شوي.»

له بل لوري د افغانستان د وضعیت څارونکي پر دې باور دي چې مخالفت که کوچنی او محدود هم وي، منفي اثرات لري او هغو ته باید پام وشي.

د سیاسي چارو کارپوه سید هارون هاشمي: «جنګ او خشونت د ستونزو او مشکلاتو د حل لار نه‌ده. اسلامي امارت ته پکار ده چې د خپلو مسلحو او سیاسي مخالفینو سره ټولې ستونزې مزاکراتو، تفاهم، منطق او یو بل د پوهاوي له طریقه حل و فصل کړي.»

تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار له خپلو مخالفینو غوښتي وو چې له جګړې لاس واخلي او له اسلامي امارت سره یو ځای شي، خو احمد مسعود بیا د اوسني حکومت له څرنګوالي سره مخالف دی.

 

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x