د جاپان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د لویدیځې اسیا د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه بحث او خبرې وشوې

د جاپان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د لویدیځې اسیا د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه بحث او خبرې وشوې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت (د اسد ۱۶ مه) د دوشنبې په ماښام یوه خبرپاڼه خپره کړه چی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان توکیو ته په خپل رسمي سفر کې د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر یوشیماسا هایاشي سره په کتنه کې د اوکراین د کړکیچ او د لویدیځې اسیا په ځانګړې توګه د افغانستان د ثبات او امنیت په شمول د سیمه ایزو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې. په دې کتنه کې دواړو لورو د بندیزونو د لیرې کولو د خبرو اترو د وروستي دریځ په اړه او د ایران د اسلامی جمهوریت او د ایټمی انرجۍ د نړیوالې ادارې ترمینځ د دفاعی ملګرتیاو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x