د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن (پنجشنبه د اسد ۱۲مه) اعلان وکړ چې د افغانستان او قزاقستان خصوصي سکټور د څه باندې سل میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړون لاسلیک کړ. دغه وزارت اعلان کړی، چې دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته لاسلیک شول. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړون د قزاقستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او یو شمېر افغان پانګوالو په مشرۍ د سرپرست حکومت په غونډه کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د سوداګرۍ له وزیر سره لاسلیک شو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5617
۱ کال پیش
شماره خبر 5617
منتشر شده در ۱۷:۵۸ - اسد ۱۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email