د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن په اسلام اباد کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او سیمه ییزو ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو خبرو اترو له پیل مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د دواړو هېوادونو د دوستۍ د نښې په توګه یوه ونې کېښوده. د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې، په دغه سفر کې د سرحدي همکاریو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سیمې د مسایلو او ستونزو په اړه په بېلابېلو ابعادو او برخو کې د امکان تر حده د دوه اړخیزو اړیکو پراخول په پام کې نیول شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5605
۱ کال پیش
شماره خبر 5605
منتشر شده در ۱۴:۰۳ - اسد ۱۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email