پاکستان او له ۵۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو شړل

پاکستان او له ۵۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو شړل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا د عامه اړیکو مسوول عبدالبصیر وصال دا خبره وکړه چی د کډوالو د قانوني استوګنې د اسنادو د اعتبار موده پای ته رسېدلې وه او د هغوی د دوسیو د بهیر د سستوالي له امله د هغوی د ویزو د اعتبار موده هم پای ته رسېدلې ده. وصال زياته کړه، چې ډېرى دغه کډوالو د کار د ښه والي په موخه پاکستان ته راغلي، خو د دوسيو د سستوالي له امله يې هېڅ پرمختګ نه دى شوى او له همدې امله دغه کډوالو له ډېرو ستونزو سره مخ دي او ډېرې اندېښنې لري. شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو یوه غونډه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دوی د کډوالۍ قضیې ته جدي پاملرنه وکړي.

بیشتر بخوانید:  سرچینې د افغانستان له مرکزي بانک سره د نړیوالو نغدي مرستو د ځنډېدو خبر ورکوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x