د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ترکیې له سفیر “جهاد ارګني” سره وکتل او د کابل او انقرې ترمنځ د سیاسي او کونسلي اړیکو او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې. د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه بیانیه کې ویلي چی په دې کتنه کې دواړو لورو د تاریخي، دیني او کلتوري مشترکاتو د یادولو تر څنګ د کابل او انقرې ترمنځ د سیاسي او قونسلي اړیکو په اړه هم خبرې وکړې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5557
۱ کال پیش
شماره خبر 5557
منتشر شده در ۱۵:۰۳ - اسد ۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email