د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس ویسټ په یوه ټویټ کې لیکلي چې امریکا او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د قزاقستان په پلازمېنه غونډه کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ. ویسټ زياته کړه چې د C5+1 په غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره د افغانستان او له دغه هېواد سره د ګډو مرستو په اړه د نظريو تبادله وشوه. ویسټ وویل: “زه د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري اړتیاوو په اړه د نظرونو د معنی تبادلې لپاره د دغو هیوادونو څخه مننه کوم.”
په افغانستان کې د یوه جامع حکومت پر جوړولو او د ښځو حقونو ته په درناوي د امریکا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د استازو ټینګار
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5536
۱ کال پیش
شماره خبر 5536
منتشر شده در ۱۵:۲۱ - اسد ۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email