د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په اړه ځینې اختلافات شته، خو بالاخره به دا ستونزه هواره شي. عباس ستانکزي د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د عاشورا په مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل چې ښوونځي به د ټولو افغانانو لپاره له تبعیض پرته پرانیستل شي چې د دوی اصلي او شرعي حق دی. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، د علم او پوهې اهمیت باید په ساینس او منطق سره ټولو مخالفینو ته بیان شي او هیله من یم چې د نجونو د ښوونځیو ستونزه به ژر حل شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5527
۱ کال پیش
شماره خبر 5527
منتشر شده در ۱۲:۳۰ - اسد ۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email