د کډوالو د ملاتړ ټولنه: په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۵ زره افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي دي

د کډوالو د ملاتړ ټولنه: په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۵ زره افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنه وايي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۲۲ نیټې پورې ۱۵۰۲۰ افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي دي. د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې مشر علي حکمت رسنیو ته ویلي، چې دا شمېره په روان کال کې تر ۵۵ سلنې ډېر افغان کډوال په ترکیه کې بندیان شوي دي. حکمت زياته کړه چې د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د دغه هېواد پوليسو له جنورۍ څخه د جون تر نيمايي پورې د بېلابېلو هېوادونو ٨٨ زره کډوال نيولي، چې له دې ډلې ٢٧ زره يې افغانان دي.

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د ۱،۲ میلیارد افغانیو په لګښت د نوي ښار پارک د بیارغونې چارې پیل شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x