د افغانستان پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ (د سرطان په ۲۶مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو پر اړتیا ټینګار وکړ. په دغه ټویټ کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5377
۱ کال پیش
شماره خبر 5377
منتشر شده در ۱۵:۵۶ - سرطان ۲۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email