لاوروف: جګړه به تر هغه دوام وکړي تر څو چې د مسکو د ماتې پلان نه وي پرې شوی

وزیر خارجه روسیه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د کومپاس په نوم له یوې اندونیزیا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې په اوکراین کې به وسله واله نښته تر هغه دوام وکړي څو چې لویدیځ د مسکو د ماتولو له پلانه لاس وانخلي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: «ولې په اوکراین کې وسله واله نښته پای ته نه رسیږي. ځواب خورا ساده دی. دا جګړه به تر هغه دوام ولري تر څو چې لويديځ د تسلط د ساتلو او د روسيې د ستراتيژيکې ماتې په اړه خپل جنون نه وي پرې ايښی او په اوس وخت کې په دې برخه کې د بدلون نښې نه ليدل کيږي. لاوروف همداراز زیاته کړه چې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ هدف د نړۍ د تسلط ټینګول دي. د هغه مرکه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې خپره شوې ده.

بیشتر بخوانید:  د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: باید هغه ځوانان چې له پوهنتونه فارغ شوي په دولتي ادارو کې وګمارو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x