تخار کې لسګونه درملتونونه د جواز نه‌لرلو له کبله تړل شوي

تخار کې لسګونه درملتونونه د جواز نه‌لرلو له کبله تړل شوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تخار کې یې هغه درملتونونه تړلي چې کاري جواز یې نه درلود.

د دغه وزارت ویاند «شرافت زمان» رسنیو ته ویلي چې د دوی لخوا په ارزول‌شویو ۱۹ درملتونونو کې ۱۲ هغه د کاري جواز نه‌لرلو له کبله تړل شوي دي.

د هغه په وینا چې د درملتونونو دا ارزونه یې د تخار په «بهارک» ولسوالۍ کې ترسره کړې ده.

وزارت دا هم ویلي چې د ارزونې په پایله کې له ډېرو درملتونونو «تر وخت تېر» درمل هم راټول شوي دي.

بلخوا ځايي اوسېدونکو که څه هم د طالبانو دا کار ستایلی، خو زیاته کړې یې ده چې د هېواد په ډېرو درملتونو کې تېر وخته درمل پلورل کېږي چې د هېوادوالو لپاره ستونزې جوړوي.

دوی ادعا کړې چې ډېرو درملتونونو ته له پاکستان هېواده تېر وخته درمل راځي او درمل‌پلورونکي یې له کتنې پرته په هېوادوالو پلوري.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر خوراکي توکو سربېره د درملو بیې هم لوړې شوې دي.

بیشتر بخوانید:  په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له دوو زرو واوښت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x