له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د یو شمېر پخوانیو چارواکو په افغانستان کې د مشروع حکومت د رامنځ ته کېدو غوښتنه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د استازو جرګې ته په یوه استول شوي لیک کې شاوخوا ۲۸ پخوانیو افغان چارواکو په افغانستان کې د یوه قانوني او قانونمند حکومت د جوړېدو لپاره د هڅو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. په دې لیک کې پخوانیو چارواکو ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د خپلو مشروع واکمنانو په توګه د طالبانو له منلو ډډه کوي. دوی له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د قانون د حاکمیت لپاره د دوی د هڅو ملاتړ وکړي. په دغه لیک کې دغو پخوانیو چارواکو خبرداری ورکړی چې که اقدام ونه شي، افغانستان به د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې هغه دوره ته ورشي. دوی د امریکا له کانګرسه غوښتي چې د طالبانو پرضد د بندیزونو په اړه د سناتور جیم ریش لخوا وړاندیز شوی لایحه تصویب کړي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په کابل ښار کې له ۲۴۰۰۰ څخه د زیاتو سوالګرو د راټولولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x