د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “حسین امیرعبداللهیان” د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د ناپییلي غورځنګ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان هېواد له څو لسیزو راهیسې له بې ثباتۍ او کړکېچ سره مخ دی او د حل لاره یې د افغانستان د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي. هغه په دوام کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت به د میلیونونو افغان کډوالو په کوربه توب سره په افغانستان کښې د بشری وضعیت د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5213
۱ کال پیش
شماره خبر 5213
منتشر شده در ۱۷:۵۷ - سرطان ۱۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email