په کابل کې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل له یوناما تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی، خو په دغه هېواد کې د کوکنارو د کښت د کمېدو هرکلی کوي. پوتزل وویل، نړیواله ټولنه باید د افغانانو د ژوند د ښه کولو په برخه کې لا زیاته مرسته وکړي، ځکه دا مساله د افغانستان، مرستندویه هېوادونو او د سیمې د هېوادونو په ګټه ده. پوتزل دغه راز وویل چې ملګري ملتونه باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ ارتباطي پلونه جوړ کړي. ځکه چې د دې هیواد انزوا او په څنګ کې ساتل ښه انتخاب نه دی.
۰۱:۴۶ بعدازظهر