د کابل امنیې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې یاد کسان د ښار اړوند د ۷مې امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نیول شویو کسانو له یوه کور څخه پیسې، اجناس، جامې او ځینې نور توکي غلا کړي وو.
د کابل د امنیې قومندانۍ همدارنګه ويلي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.