په کابل کې د علماوو د ملي غونډې پیل؛ د طالبانو لومړي وزیر د دې ډلې د ملاتړ غوښتنه وکړه

په کابل کې د علماوو د ملي غونډې پیل؛ د طالبانو لومړي وزیر د دې ډلې د ملاتړ غوښتنه وکړه

په کابل کې د طالبانو له خوا پلان شوې د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډه د دې ډلې د لومړي وزیر ملا حسن اخوند په وینا پیل شوه.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو په وینا په دې غونډه کې تر ۳۵۰۰ زیاتو قومي علماوو او مخورو ګډون کړی دي.

دا غونډه د تړلو دروازو تر شا او د رسنیو له مستقیم پوښښ پرته ترسره کیږي.

ملا محمد حسن اخوند د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې وویل: اوسنی نظام اسلامي نظام دی، دلته به په اسلامي روحیه سره د اسلامي نظام د ټینګښت او ملي ګټو لپاره کار کوو او خدای دې زموږ سره د دغه نظام په ټینګښت کې مرسته وکړي.”

د طالبانو لومړي وزیر ټینګار کړی چې علما او قومي مشران باید د طالبانو د رژیم ملاتړ وکړي او دا د دوی دنده ده.

ملا حسن ومنله چې د ډلې په رژيم کې، “یو څوک ښايي غلط کار وکړي؛ مګر د یو کس ګناه باید ټول سیسټم ته منسوب نه شي.”

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې خلک زیانمن کړي اوس د هیواد بهر ته تللي او د ستونزو د رامنځته کولو په لټه کې دي.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر بیا پرانستل شو

هغه په ​​دې غونډه کې له حاضرو کسانو وپوښتل چې د هغو کسانو په اړه چې د طالبانو مخالفت کوي، د دوی دریځ څه دی؟

د طالبانو مخالفانو په کابل کې د علماوو د غونډې جوړېدل د دې ډلې له خوا د مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه بللې ده.

دا غونډې ته د ښځو پر نه حاضرېدو هم نیوکې شوې دي. خو طالبان وايي، نارینه د ښځو استازیتوب کوي، ځکه دوی د ښځو اولادونه دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x