د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د (TAP) پروژې د چارو د پيل په موخه د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د (TAP) پروژې د چارو د پيل په موخه د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې یاده ناسته د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د ترکمنستان هېواد سفیر خواجه اویزوف، د افغانستان برېښنا شرکت رئيس ملا محمد حنیف حمزه، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین ملا عبدالقاهر ادریس، د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د ترکمنستان هېواد او د افغانستان برېښنا شرکت د یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

د له مخې په یاده ناسته کې د (TAP) پروژې او د نورالجهاد سب سټیشن د جوړولو په پار د ګډو همکاریو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.

چې د اوبو او انرژۍ وزارت او د ترکمنستان هېواد سفیر د دې ناستې په بهېر کې هوکړه وکړه، چې په راتلونکي کې دې ډېر ژر درې اړخیزه ګډه ناسته د دریو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ د دریو هېوادونو د وزیرانو په کچه ترسره شي، ترڅو د ټاپ(TAP) پروژې د پلې کولو په موخه په هر اړخیزه توګه بحث او خبرې اترې وشي.

د یادونې وړ ده، چې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د یادو پروژو د چارو د چټکتیا لپاره د همغږیو په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  افغانستان او ایران د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره همکاري کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x