د بلخاب په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعا په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غبرګون

د بلخاب په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعا په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غبرګون

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د جګړې له پیل یوه اونۍ وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ دغه کمېسیون تېره شپه (د سرطان ۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ملکي وګړي په ډزو وژلي او د ملکي خلکو کورونو ته یې اور ورته کړی دی.

دغه کمیسیون زیاتوي، طالبانو هغه بندیان او هغه کسان چې دغې ډلې ته تسلیم شوي وو، پر ملکي ځایونو یې بریدونه کړي، د ټیلیفون مزي یې پرې کړي، سړکونه یې بند کړي او خلک یې غرونو ته بې ځایه کړي دي.

د اعلامیې له مخې، دا ډول کړنې د اسلام له لارښوونو او اصولو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له اصولو او احکامو ښکاره سرغړونه ده او د جنګي جنایتونو ښکاره بېلګه ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په بلخ، پنجشیر او بغلان کې پر ملکي وګړو ډزې وغندلې او ویې ویل، چې د جنیوا کنوانسیون او د هغه د اضافي پروتوکولونو له مخې باید په هیڅ صورت کې ملکي وګړي او ټول غیر جنګي کسان د پوځي بریدونو له لارې په نښه نه شي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د واکمنۍ یو کال؛ په کابل کې د ښځو لاريون، طالبانو په ډزو ځواب وړکړ

کمیسیون د جګړې ښکیلو غاړو په ځانګړې توګه طالبانو ته سپارښتنه وکړه، چې د بشردوستانه قوانینو او د بشري حقونو معیارونو ته درناوی وکړي او د جګړې منل شوي اصول مراعات کړي. د بشري حقونو کمیسیون ویلي چې د دې اصولو او معیارونو نه مراعت کول د سرغړونکي ډلې مسؤلیت دی او جدي قانوني پایلې به ولري.

په اعلاميه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له هېوادوالو او د بشري حقونو له مدافعينو وغوښتل، چې د نړيوالو بشري حقونو او بشري سرغړونو د قضيو د راپور ورکولو او مستند کولو په برخه کې له دغه کمېسيون سره همکاري وکړي او خپل لاسي اسناد ورسره شريک کړي.

دغه کمیسیون پر ملګرو ملتونو هم غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د منشور او نورو معتبرو نړیوالو وسایلو له مخې د ملکي وګړو د وژنې د مخنیوي، د خپلو اتباعو د بشري حقونو د خوندیتوب او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه سرغړونو د قضیو د مستند کولو لپاره عملي او سمدستي اقدام وکړي.

خو؛ تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په بلخاب ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته د اوښتو زیانونو خبره رد کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې د بلخاب په ولسوالۍ کې د طالبانو او د دې ډلې د منحل شوي قوماندان مولوي مهدي ترمنځ جګړه د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوه، چې وروسته د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د ولسوالۍ مرکز يې نيولى دى.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x