په سودان کې جګړه د اوربند له ژمنو سره سره روانه ده

په سودان کې جګړه د اوربند له ژمنو سره سره روانه ده

رویترز څرګنده کړې، چې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د واک پر سر جګړه کې چې دوه اوونۍ مخکې پیل شوې او د دیموکراټیکو ټاکنو لپاره د نړیوال ملاتړ لیږد ګډوډوي؛ سلګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بې ځایه شوي دي.

جګړې په لویدیځ دارفور سیمه کې دوه لسیزې پخوانۍ شخړه هم راژوندۍ کړه، چې په دې اوونۍ کې یې ګڼ کسان ووژل.

په خرطوم سیمه کې ډزو او زورورو چاودنو د استوګنې سیمې ولړزولې او له بحري ښاره لوګی پورته شول.

د بحري ښار یوه اوسیدونکي محاسن ویلي، مونږ د الوتکو او چاودنو غږونه اورو. مونږ نه پوهیږو، چې دا دوزخ به کله پای ته ورسیږي. مونږ د وېره په حالت کې یوو.

د جګړې له کبله په ښار کې ډېري اوسیدونکي د خوراکي او سون توکو، اوبو او برښنا له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه ۵۱۲ کسان وژل شوي او نږدې ۴۲۰۰ کسان ټپیان دي. په تېره اوونۍ کې د افغانستان په ګډون د نړۍ حکومتونو خپل دیپلوماتان او اتباع خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

د چټک ملاتړ ځواکونو پر پوځ تور لګولی، چې له اوربنده یې سرغړونه کړې او پر اډو یې هوايي بریدونه کړي دي؛ خو پوځ د چټک ملاتړ ځواکونه له اوربنده پر سرغړونه تورنوي.

بیشتر بخوانید:  امریکا احمد مسعود ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x