ديادي ولسوالۍ د کرکیټ آمر ډاکټر محمد ابراهیم و پر مهال وویل، چې په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و، چې اووه ورځې یې دوام وکړ.
ابراهیم زیاته کړه، چې د دغو سیالیو په پای لوبه کې خوشحال لوبډلې ناوې لوبډلې ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.
نوموړي وویل، چې د دغو سیالیو موخه ځوانان یووالي او یو بل منلو ته هڅول وو.
له بلې خوا یو شمېر ننداره چیانو او لوبغاړو د دغه ټورنمنټ په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه خو د ورزش آمریت څخه یې د ورزش په برخه کې دې ولسوالۍ ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د دې سيالۍ په وروستۍ برخه کې د مارجې ولسوالۍ مسوولینو ته د وياړ پګړۍ ورکړل شوې او همدا راز خوشحال لوبډلې ته د لومړي مقام او د ناوې ولسوالۍ لوبډلې ته دویم مقام جام ورکړل شو.