د تورخم د ترانسپورټ مدیریت تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

د تورخم د ترانسپورټ مدیریت تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

د تورخم ټرانسپورټ مدیر مولوي قدرت الله کوټوال باختر آژانس سره په یوه مرکه کې وویل، چې د تورخم ترانسپورټ مدیریت د باربري موټرو څخه په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ میلیونه ۴۷۴ زره افغانۍ عواید د موترو د تنظیم او نوبت له لارې راجمع کړي دي.

کوټوال زیاته کړه، چې د مسافربرۍ له لارې د درې سلنې ټکس پر اساس ۵ میلیونه او ۴۳۸ زره افغانۍ عواید راجمع شوي، چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله د ۱۴۰۱ کال عوایدو ۴ میلیونه او ۴۸ زره افغانۍ زیاتوالی ښيي.

بل لور ته دغه لار باندې د مسافربرۍ او باربرۍ موټر چلوونکي دې وروستیو کې د رامنټخ شویو آسانتیاوو خوښ دي؛ خو د پاکستان لوري ته د دوی سره د کلینډر نه پرېښودو له امله شکایت یې وکړ او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل، چې پاکستاني مسولینوو سره دا ستونزه شریکه او یوه مناسبه حل لاره ورته ومومي.

مسوولین بیا وایي، تورخم بندر له لارې هره ورځ د ۸۰۰ – ۹۰۰ موټر تګ – راتګ کوي، چې د دغو او یو شمېر نورو ستونزو د حل لپاره یې پاکستاني لوري سره د همغږۍ ناستې کړې، څو د موټر چلوونکو دا ستونزې هم حل کړي.

بیشتر بخوانید:  تاجکستان د افغانستان د برښنا پور بشپړ ادا کول اعلان کړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x