کوچني اختر په نړۍ کې د مسلمانانو له لویو اخترونو څخه شمیرل کیږي او له یوې میاشتې عبادت او بندگۍ وروسته د خدای بندګان په خوښۍ سره د اختر لمانځه ځایونو ته ځي او خپل ثوابونه لټوي. د روژې اختر په حقیقت کې د هغو بندګانو اختر دی چې له هر ډول بدمرغۍ او ګناه څخه ځان پاکوي او پر هغه لاره ګام اخلي چې د روژه نیونکي یوازینۍ موخه د خدای رضا او د هغه اطاعت وي. خدای تل د انسان د خوشالۍ او سوکالۍ لارې پرانیزي او د نېکمرغۍ او خوشالۍ څخه ډک ژوند ته یې لارښوونه کوي، خو دا د خدای په بندګانو پورې اړه لري چې له دې فرصتونو څنګه ګټه پورته کړي. د روژې مبارکې میاشتې او الهی میلمستیا هم مسلمانانو ته د خدای له دغو مهمو تحفو څخه دی. د کال په اوږدو کې د ناپوهۍ او غفلت د دوړو له امله د انسان پاک فطرت د هر ډول ګناهونو څخه متاثره کیږي او له خپل حقیقت څخه مخ اړوي او په پایله کې یې خپل ځان هیروي او خدای هیروي. خو د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدو سره مسلمان انسان د دې میاشتې د معنوي فضا او د خپلو هڅو په رڼا کې یو نوی ژوند ترلاسه کوي، چې «خپل ځان ته راستنیدل» بلل کیدای شي. د کوچني اختر په ورځ د اختر د لمانځه لپاره د خلکو لویه غونډه د مسلمانانو د یووالي او عظمت نښه ده. هغه خلک چې په ګډه د الله تعالی په عبادت کې بوخت وي او د خدای د ذکر په خوږو سره خپله خوله خوږوي. د اختر په لمانځه کې د مسلمانانو پرله پسې صفونه، د شکرانې مراسم او په دې ورځ د اسلامي دودونو تعظیم د یووالي تر ټولو ښکلې بڼه څرګندوي او دا د اسلامي ټولنې لپاره ارزښتناک اثار راوړي. دې ته په پام سره چې دا ورځ د ټولو مسلمانانو له اخترونو څخه ده، مناسبه ده چې د نورو مسلمانانو چارو ته ځانګړې پاملرنه وشي. مشران، پوهان او هغه کسان چې د کلام نفوذ لري باید هڅه وکړي چې مسلمانان په سمه لار کې چې د پیغمبرانو او صالحانو لاره ده، لارښوونه وکړي او د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې مخه ونیسي. د مسلمانانو اختر هغه وخت بشپړیږي چې ټول خدای ته رجوع وکړي او د یو واحد ملت د جوړیدو هڅه وکړي، ترڅو د خدای په رضا د مسلمانانو د پرمختګ او سرلوړۍ زمینه برابره شي او د اسلام قسم خوړلي دښمنان ونهشي کولای چې مسلمانانو ته لږ څه زیان ورسوي. زموږ د مسلمانانو د دنيا او آخرت خوشحالي د پخوا په پرتله د خالصو اسلامي لارښوونو په نظر کې نيولو کې نغښتې ده. كه موږ ديني او الهي مسايلو ته سمه پاملرنه وكړو او د هغو كسانو پيروي وكړو چې د مسلمانانو خير غواړي، هيڅكله به له انحراف او فتنې سره مخ نه شو او د همدغو اسلامي لارښوونو په رڼا كې به يوه سالمه او غوره ټولنه جوړه كړو.

- 89
- کې خپور شو 1:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 4017
- April 22, 2023
- کې خپور شو 1:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 4017
- April 22, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 13:33 - April 22, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=4017
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د مخابراتو په برخه کې د سل میلیونه ډالرو پانګونه
15:29 - January 8, 2026

د طالبانو په مهمو وزارتونو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه
15:03 - January 8, 2026


د خلکو شکایت د طالبانو د بي توجهی څخه د کاري بحران په وړاندي
14:56 - January 8, 2026
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments