د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جوزجان د ورزشکارانو ستونزې واورېدې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جوزجان د ورزشکارانو ستونزې واورېدې

په دې کتنه کې کې پهلوان قاري مول الدین د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت څخه يې مننه وکړه، چې ورزش او ځوانانو ته یې د تېر په پرتله پاملرنه ډېره کړې ده.

هغوی دغه راز په جوزجان ولایت کې د ځوانانو، ورزشکارانو او پهلوانانو د وضعیت او ستونزو په اړه د ریاست الوزار اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.

نوموړي د جوزجان ولایت د خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو د هڅونې، د نشه يي توکو د مخنیوي او د ورزش زمینې د ایجادولو په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت ځوانو لوبغاړو او پهلوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د روغتیا، ورزش او نورو برخو پراختیا ته د لا زیات کار او هڅو ترڅنګ موجوده امکاناتو ته په کتو ځانګړې پاملرنه وکړي.

بیشتر بخوانید:  فیفا د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله بیا راژوندۍ کړه: د کډوالو لوبډله د نړیوال ملاتړ سره جوړه شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x