د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې پر درې اړخیزو ناستو، افغان بندیانو، په پوله د تلو راتلو پرمهال د اسانتیاو رامنځته کولو او په عموم کې د کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې حقاني له پاکستان څخه وغوښتل، ترڅو هغه کډوالو ته، چې غواړي د حج فریضې ادا کولو لپاره افغانستان ته راشي، په تګ راتګ کې ورته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه کتنه کې جنید وزیر ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې به له اسلام اباد سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات ترسره شي.